Language

په فراه کې ۱۲ وسله وال مخالفان وژل شوي

 

فراه (پژواک، ٥ مرغومی٩٧): د فراه امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په دوو جلا بریدونو کې د دولت ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، په یادو بریدونو کې چې تېر ماښام ترسره شوي شپږ وسله وال مخالفین د اناردرې ولسوالۍ په سعادت کلي کې او د طالبانو د عشر او زکات مسوول ملا نصیر په ګډون شپږ نور وسله وال د دغه ولسوالۍ د مرکز اړوند سیمه کې وژل شوي دي.

هغه وویل، په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو درې موټرونه هم تخریب شوي دي.

د اناردرې ولسوالۍ د ذهکن کلي اوسېدونکي ناصر پژواک ته وویل، در په یادو سیمو کې د دوو هوايي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شوو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.