ګردېز (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د پوليسو تشکيل کم دی او شته پوليس ټولو سيمو او ځايونو ته لاسرسی نه شي کولای.
دوی د پوليسو ناکافي تشکيل د نا امنيو د نه قابو کېدو، جرمي پېښو د مخنيوي او د قانون د تطبيق په لاره کې عمده خنډ بولي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په سوېل ختيځ کې د پوليسو له ۳۰۳ سپين غر زون څخه د ۴۲ تنه ساتنمنانو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د پکتيا په ځينو ولسواليو کې د پوليسو کم تشکيل د امنيتي ستونزو د نه حل کېدو لامل دی.
سهي پژواک ته وويل چې څو ځلې يې ياده مسئله له کورنيو چارو وزارت سره شريکه او د تشکيل زياتېدو غوښتنه يې کړې، خو ياده ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
دی وايي: ((په مجموع کې زموږ پوليس يقيناً ډېر کم دي، پکتيا يو سرحدي او ګڼ مېشت ولايت دی، همدارنګه ډېر غرنی دی، صعب العبوره ساحې لري او زموږ تلاش لا هم روان دی چې د امکاناتو په صورت کې زموږ تشکيل لوړ شي.))
د ۳۰۳ سپين غر زون د پوليسو د روزنيز مرکز مشر سمونمل جمشېداحمد نظري وايي چې فارغ شوو ساتنمنانو ته شپږ مياشتې بېلابېلې پوليسي زده کړې ورکړل شوې او د سوېل ختيځ زون په بېلابېلو ولايتونو کې به پر دندو وګومارل شي.
نظري وويل چې پوليس د افغان روزونکو له خوا روزل کېږي او د قانون د تنفيذ، حقوقو او قانوني اجرااتو په اړه مناسبه روزنه ورکول کېږي.
دی وايي: ((پر دې ساتنمنانو د تربيوي مرکز ټول نصای تطبيق شوی او باموراله، وطندوست او مسلکي فارغ شول. دا ساتنمنان د ۳۰۳ سپين غر زون مربوط دي او په پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، غزني، باميان او ميدان وردک ولايتونو کې به تعين بست شي.))
دغه راز فارغ شوي پوليس وايي چې په شپږو مياشتو کې يې د خپلو دندو اړوند ټول مسايل زده کړي او په مسلکي چلند به د ټولنيز ثبات رامنځته کولو او ساتلو ته کار وکړي.
يو فارغ شوي سرتيرى شېر زمان وايي چې د قانون تنفيذ ته به کار کوي او د هېواد له هرې سيمې به په مېړانه دفاع وکړي.
ياده دې وي چې ګردېز پنځه امنيتي حوزې لري چې اوسمهال يې يوازې دوه حوزې فعالې دي او د چارواکو پر ژمنو سربېره يې درې نورې لا هم نه دي فعالې شوې.
login or register a new account.