Language

پکتيا کې له يوه خصوصي طبي انسټيټيوټه سلګونه محصلين فارغ شول

ګردېز (پژواک، ٧ مرغومى ٩٧): په ګردېز کې د طبي زده کړو د يوه خصوصي انسټيټيوټ له پنځو بېلابېلو څانګو ۷۹۱ محصلين فارغ شول چې ۶۳ يې نجونې دي.

فارغ شوي محصلين او محصلينې وايي، په خپلو رشتو کې يې ښې نظري او عملي زده کړې کړې او چمتو دي چې په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې دندې ترسره کړي.

د رڼا طبي انسټيټيوټ مشر ډاکټر سميع الله احمدزی وايي، دې محصلينو ته په عالي نرسنګ، فارمسي، لابراتوار، عالي قابلګي او د غاښونو طب په څانګو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په پنځو صحي څانګو کې يې زده کړې ترسره کړې، موږ په انسټيټيوټ کې په ټولو پنځه ګونو څانګو کې د عملي کار لپاره ښه او سټنډرډ سکلپونه جوړ کړي او د دې تر څنګ د پکتيا حوزوي روغتون سره قرارداد لرو چې له مخې يې په دغه روغتون کې هم محصلينو ته د عملي کار زمينه برابره شوې ده.))

د ياد انسټيټيوټ استاد ډاکټر اسدالله عادل وايي، نجونو محصلينو ته د ښځينه استادانو او هلکانو ته د خپلې برخې د نارينه استادانو له خوا د اسانتياوو تر بريده زده کړې ورکړل شوې او ډاډه دی چې فارغ شوي محصلين به په بېلابېلو سيمو کې په خپلو برخو کې ګټور کار وکړلی شي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ د انسټيټيوټ په چوکاټ کې عملي کارونه ورته کوو، لابراتوار او نور ضروري وسايل مو ورته مهيا کړي او معاينات ورته اجرا کوو. ښه نتيجه لري، ځکه پروسږنۍ دوره چې موږ فارغ کړې، اوس په شفاخانو او خپلو معاينه خانو کې عملا کارونه کوي.))

د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري په روغتيايي برخه کې د ځوانانو، په تېره د نجونو روزل ډېر مهم او ګټور بولي او وايي، له دې سره به صحي برخه کې د ښځينه کارکوونکو او روغتياپالو تشه ډکه شي.

نوموړى د پکتيا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او مېرمنو پر لا مسلکي او معياري روزنه ټينګار کوي او زياتوي، د کانکور ازموينې له لارې بايد د لوړ نومرو اخيستونکې ځينې لېواله نجونې په فوق العاده ډول په طب پوهنځي کې شاملې شي.

دی وايي: ((مخکې هېڅ داسې څوک نه و چې پر صحي مسايلو پوه وي، ولې خوشبختانه اوس به دومره قابله ګانې وي چې په لرې پرتو کې سيمو کې د خلکو مشکلات حل کړي. مخکې د لرې ولسواليو لپاره له نورو ولايتونو قابله ګانې راتلې او هلته به يې دندې اخيستې، حتی له پاکستان نه راغلې، ولې د دوی په فارغېدو سره به ان شاءلله د دې زمينه برابره شي چې هلته کار وکړي او خپل ولس ته د خدمت جوګه وګرځي.))

فارغ شوي محصلين له زده کړو خوښ دي او وايي چې د عملي کار د دوام او د خلکو د خدمت هوډ لري.

د دوی له ډلې عبدالرحيم معصوم زي وويل: ((د زده کړو کيفيت بېخي ښه و؛ ځکه ټول هغه استادان چې دلته په طب پوهنځي کې د طب معالجوي درس ورکوي، هلته زموږ استادان و. تر اوسه مو هم يو څه عملي کار کړی او په آينده کې هم اراده لرو چې عملي کار وکړو.))

د عالي قابلګۍ څانګې فارغه عارفه وايي، لويه هيله يې د مور او ماشوم د مړينې کچې کمولو ته کار کول دي او که هر ځای کې اړتيا شي، دنده به ترسره کړي.

login or register a new account.