Language

سږ کال سمنګان کې د کانونو عایدات ۱۵ سلنه ډېر شوي

ايبک (پژواک، ٩ مرغومی ٩٧): په ۱۳۹۷ مالي کال کې د سمنګان ولایت د کانونو عایدات د تېر کال په پرتله له ۱۵ سلنه زیاتېدو وروسته ۳،۳ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.

د سمنګان د کانونو رییس انجینر عبداللطیف واحدي وايي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د دوو کانونو «د دره صوف بالا ولسوالۍ ګرمک شرقي او ګرمک غربي» عایدات ۶۷،۵ میلیونه افغانۍ وو خو سږ کال ۱۴۵،۶ میلیون افغانیو ته پورته شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سږ کال ډېر عایدات د ډبرو له سکرو لاسته راغلي  له ۱۴۱ میلیون ډېرې افغانۍ وې او پاتې نور له ساختماني موادو لکه جغل، ډبرو او نورو ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه عایدات د ډبرو سکرو په دوو کانونو «د دره صوف بالا ولسوالۍ د ګرمک شرقي او ګرمک غربي کانونو» دي چې د کانونو وزارت دوو شخصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړي دي.

د هغه په خبره، د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د دوو کانونو عایدات په یادو کلنیو عایداتو کې نه دي شامل؛ ځکه دغه دوه کانونه د ځینو کسانو له خوا په غیر مسلکي ډول استخراجېږي او دغه کسان د یو ټن زغالو په بدل کې د شمال د زغالو د تصدۍ ریاست ته ۱۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

د راپورونو له مخې، د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ سږ کال له دې لارې له ۳،۲ میلیارد زیاتې افغانۍ ترلاسه کړې چې د تېر کال په پرتله ۳۱۷ میلیون افغانۍ زیاتې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics