Language

پکتیکا کې هم د کلدارو پر چلښت د بندیز لپاره کمپاين پيلېږي

ښرنه (پژواک، ٩ مرغومى ٩٧): په ګاونډي ولايت خوست کې پر کلدارو تر بنديز وروسته د پکتيکا ولايت مسوولين او خلک غواړي چې په دغه ولايت کې هم د افغانيو د ترويج لپاره کمپاين پيل کړي.

د پکتيکا ولايت مقام د دفتر رييس محمد رسول عادل د مرغومي په ٩مه په دې اړه يوې ناستې ته وويل چې د افغانيو ترويج د هر دولتي او غير دولتي وګړي هېوادنۍ او ملي دنده ده.

هغه زياته کړه، ولايتي اداره پلان لري چې په لومړي قدم کې دولتي مامورين خپله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کړي او له هغې وروسته به له هټۍ والو او خلکو غوښتنه وکړي چې د خپلو ملي اسعارو د رايجولو په موخه سوداګريزه راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کړي.

دى وايي، د دې موضوع د پر مخ بیولو لپاره به ولايتي اداره او خلک په راتلونکي کې هم ځانګړې ناستې ولري.

د دغه ولايت د حج او اوقافو رییس ضبط الله ملنګ پژواک خبرى اژانس ته وویل: ((افغانۍ زموږ ملي هویت دی او باید راکړه ورکړه نور په خپلو افغانيو وکړو، څو مو اقتصاد پياوړى وشي.))

هغه په دې برخه کې له هټۍ والو او په ټوله کې د پکتيکا له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې يوه خوله شي او د افغانيو رواجولو لپاره کمپاين وکړي.

د پکتیکا د سوداګرۍ د خونې رییس طلاخان ذهین وايي، که چېرې راکړه ورکړه پر افغانیو شي نو په دې سره به اقتصاد پیاوړی شوی وي.

د دغه ولايت مدني فعال عظمت کټوازي بيا په دې برخه کې له حکومته د جدي اقدام غوښتنه کوي.

د یادونې ده، له دې وړاندې په خوست او پکتیا سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د افغانیو د ترویج او کلدارو په بندښت کې کمپاینونه ترسره شوي دي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.