ښرنه(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د پکتيکا ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه و وژل شول او د يو پوليس په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول.
د پېښې يو تن عيني شاهد خان سردار د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر په مرکز ښرنه کې يو هوټل ته څېرمه چاودنه وشوه.
هغه وايي چې چاويدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي و چې د چاودنې له امله يې دوه تنه وژل شوي او د يو پوليس په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
په مرکز ښرنه کې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار صديقي پژواک ته وويل چې له يادې چاودنى دوه مړي او پنځه ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.
خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين بيا وايي چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يو پوليس په ګډون پنځه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP