غزني ښار(پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧): غزني کې د جګړو له امله د يوې بې ځايه شوې کورنۍ درې ماشومان د يوه پلاستکي بوتل د ترلاسه کولو په موخه په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.
دغه کورنۍ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله تېرکال د غزني ښار توحيد اباد سيمې ته را کډه شوې او په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
د دې کورنۍ مشر فضل محمد د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ يې درې زامن په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
هغه وايي: ((زامنو مې پلاستيکي بوتلونه ټولول، هغه به مو خرڅول، د شپې لپاره به مو يوه مړۍ ډوډۍ پرې برابروله، زه پرون تللى وم چې د دولت له خوا مرسته شوې، يوه بورۍ غنم ترلاسه کړم، خو خبر نه وم چې ټوله نړۍ مې غرقيږي.))
فضل محمد ته ژړا نور د خبرو کولو مهلت ورنه کړ، خو يواځې دومره يې و ويل چې زامنو يې له پنځو تر اتو کلونو پورې عمر درلود.
د فضل احمد يو نږدې خپلوان اسدالله پژواک ته وويل چې د دې کورنۍ اقتصادي وضعيت هيڅ ښه نه دى، زامنو يې په لارو او کوڅو کې پلاستيکي بوتلونه ټولول، هغه يې خرڅول او بيا يې پرې د ژوند اړتياوې پوره کولې.
ده زياته کړه:((وړمه ورځ د غزني په درياب کې څو بوتلونه پراته وو، دوى ورغلي چې بوتلونه واخلي، اول چې يو يې اوبو ته ښکته شوى ترڅو بوتلونه واخلي، اوبه ډېرې يخې وى غرق کړى يې دى، بل يې کوښښ کړى چې دى وژغوري دا هم غرق شوى، درېيم چې غوښتل دوى وژغوري هغه هم غرق شوى دى او درې واړه مړه شوي دي.))
همدارنګه د سيمې يو اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ((دوه زامن يې خلکو له اوبو را ويستلى وو، يو زوى يې ورک و، پرون چې بيا پوليسو اوبه کمې کړې، درېيم زوى يې هم پيدا شو.))
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې دوى هم له يادې پېښې خبر شوي دي.
هغه وايي چې حکومت به ډېر ژر د فضل احمد له کورنۍ سره اړينې مرستې وکړي.
د نوري په وينا، سږکال غزني کې د نورو کلونو په پرتله له بې ځايه شويو کورنيو سره ډېرې مرستې شوې دي.
د نوموړي په خبره، ولايتي چارواکي تل کوښښ کوي چې خيره موسسې او ټولنې وهڅوي ترڅو له بې ځايه شويو سره مرستې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP