Language

نوی کال به کندهار کې د اوبو مدیریت او دپوهنې ودې ته ډېر پام وشي

کندهار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): د کندهار د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس وايي، دغې ادارې نوی کال په کندهار کې د اوبو د مدیریت او پوهنې د ودې کال نومولی او د نورو تر څنګ به دغو دوو برخو ته ډېره پاملرنه کوي.

د دغې ادارې رییس محمد نسیم ایوبي چې په ولایت مقام کې یې خبري غونډې ته معلومات ورکول، وویل، د کندهار اوسېدونکي په یادو شوو دوو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په دغو برخو کې ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې کندهار ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده چې د مخنیوي لپاره یې دوی د اوبو د مدیریت چارې پيل کړې دي.

د ده په خبره، دغه اداره توانېدلې چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کندهار په دامان، میوند او ارغستان ولسوالیو کې د اوبو ۶ واړه بندونه جوړ کړي چې د باران د اوبو په زېرمه کولو کې به ډېره مرسته وکړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغو ولسوالیو کې ۱۵ کارېزونه هم بیارغول شوي او ډېر ژر به په تخته پل ولسوالۍ کې هم د ۳ بندونو د جوړولو چارې پیل شي.

ده خبر ورکړ چې په نوي کال کې به هم په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو ۲۵ واړه بندونه جوړ او ۲۵ کارېزونه به ورغول شي.

دی وايي، په نوي کال کې به د دې تر څنګ ۱۵ کیلومتره کانالونه هم په پاخه او اساسي توګه ورغوي چې دغه چاره د اوبو د ضایعاتو په مخنیوي کې مهم رول لري.

ایوبي د اوبو د مدیریت تر څنګ د پوهنې د ودې په موخه د ولسي تړون په چوکاټ کې د اقرا پروګرام د پيلېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه پروګرام له لارې به د کندهار په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې د ۶۶ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي او د ۴۰ ښوونځیو ودانۍ به ورغول شي.

دی وايي، ولسي تړون لس کلن پروګرام دی چې ۶۰۰ کلیوالي شوراګانې به ورته جوړې شي او له دې لارې به د ولس له اړتیا سره سم د پوهنې، روغتیا، کرنې او اوبو رسولو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس په کندهار کې د سړکونو جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې په روان کال کې یې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۴ کیلومتره کلیوالي سړکونه جوړ کړي چې ۳۲ کیلومتره یې بشپړ شوي او د ۲۱ کیلومتره کار یې روان دی.

دی وايي، د دغو سړکونو پر جوړولو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د سړکونو جوړولو په لړ کې يې په ډنډ ولسوالۍ کې ۷ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړی چې ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

login or register a new account.

Related Topics