ښرنه (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکو د يو ماشومام د مړينې په غبرګون کې د دغه ولايت کې د عامې روغتيا رياست او يوې موسسې دروازې وتړلې.
دغه اعتراض کوونکي نن د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مخې ته را ټول شوي وو.
د مړه شوي ماشوم پلار عيد محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښرنې ډاکټرانو د بې کفايتۍ له امله يې يو ورځنى زوى مړ شوى دى.
هغه وايي: ((د ماشوم وضعيت مې دلته خراب شو، امبولانس يې راکړ چې کابل ته يې انتقال کړه، په لار کې مې ماشوم مړ شو، په امبولانس کې موظف ډاکټر غلام محمد ښرنه کې خپلو مشرانو سره تماس ونيوه چې هلک مړ شو، څنګه وکړو، هغوی ورته وويل چې دوى ښکته کړه او تاسو ترې کابل ته ولاړ شئ، همدغه کار يې موږ سره وکړ، موږ بيا په کرايي موټر کې تر پکتيا ولاړو او هلته مو شپه وکړه.))
نوموړى زياتوي چې له يادې پېښې وروسته يې ښځې ته رواني ستونزې پيدا شوې او اوسمهال په روغتون کې بستر ده.
په دې اړه يوه اعتراض کوونکي خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې د يادې پېښې په غبرګون کې د دغه ولايت اوسېدونکو د عامې روغتيا رياست او د OHPM په نوم موسسې دروازې تړلې دي.
هغه وايي چې دغه موسسه د پکتيکا له عامې روغتيا رياست سره په ګډه کار کوي، نو ځکه يې دروازه تړل شوې ده.
دغه راز بل اعتراض کوونکي عظمت ګټوازي وويل چې له يادې کورنۍ سره ظلم شوى، عاملين يې بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.
يادو اعتراض کوونکو ويل چې دغه دروازه به تر هغه تړلې وي، څو د پکتيکا د عامې روغتيا رياست په چارواکو کې بدلون راشي.
بل لور ته د مرکز ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار صديقي دا تورونه رد کړل او ويې ويل چې دوى له ماشوم سره ټولې لومړنۍ مرستې کړې دي.
هغه وايي چې د دوى امبولانس د مړو نه، بلکې د ټپيانو د انتقال لپاره دى او دوى د مړه شوي ماشوم کورنۍ ته د موټر کرايه هم ورکړې ده.
همدارنګه په دې اړه د پکتيکا د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر رسولي پژواک ته وويل چې په دې اړه به جدي پلټنې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP