محمودراقي (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٧): د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي چې په يوه هوايي برید کې د طالبانو د یوه سیمه يیزقوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د تګاب امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې کومانډو ځواکونو د تګاب د ادیزیو په سیمه کې چاپه وهلې ده.
نوموړي زياته کړه چې وژل شوي وسله وال ټول د تګاب اوسېدونکي دي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.
بله خوا د تګاب د یادې سیمې يوه اوسېدونکي خیر الله پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د ادیزیو د سیمې ډېر وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي:« بېګاه شپه کومانډو ځواکونو د ادیزیو په یو شمېر کليو کې د خلکو کورونه تالاشي کړل او بيا د شپې درې بجې له سیمې څخه وووتل. خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»
په سیمه کې ددولت وسله وال مخالفین هم د خپلو کسانو وژل کېدل تايیدوي.
د یادونې ده چې اوسمهال د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP