کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): په سوېل کې د ٢٠٥ قول اردو وايي چې په اروزګان ولايت کې د عملياتو پر مهال ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په کندهار کې د دې قول اردو له خوا د مرغومي په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو تېره شپه د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د کوټوال په ساحه کې عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې عملياتو کې ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او په سيمه کې ١٧ ماينونه هم شنډ شوي دي.
دغه راز ياد قول اردو وايي چې ځواکونو يې د زابل په مېزانې او د کندهار په خاکرېز ولسواليو کې هم د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال مخالفين وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملياتو کې د وسله والو يوه عراده موټر او ٤ عرادې موټرسايکلونه يې هم له مهماتو سره ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP