پلخمري (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٧): کابل ته د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي يو ځل بيا د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د جګړې له امله پرې شوي دي.
د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دوشي ولسوالۍ کې د جګړې له امله له ازبکستانه کابل ته د غځېدلې وارداتي برېښنا مزى پرې شوی دى.
هغه وايي: ((کله چې پوليس موږ ته اجازه راکړي، نو زموږ ټيم چمتو دى چې لاړ شي او د برېښنا مزى بېرته وصل کړي.))
دغه راز په بغلان کې د برېښنا شرکت يو بل کارکوونکي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په خنجان ولسوالۍ کې هم د برېښنا مزى پرې شوى دى.
خو هغه په دې اړه نور معلومات وړاندې نه کړل.
همدارنګه په کابل کې د برېښنا عمومي شرکت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بغلان ولايت په دوو سيمو کې د ازبکستان وارداتي برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه مزي په پرې کېدو سره د کابل، پروان، کاپيسا، ميدان وردګ، غزني، لوګر او پکتيا ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
خو سرچينه وايي چې د دوى تخنيکي ډله سيمې ته رسېدلې او د برېښنا د بېرته نښلولو لپاره يې کار پيل کړى دى.
د يادونې ده، په تېر يو کال کې څو ځلې د بغلان په مربوطاتو کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزى پرې شوى دى.
login or register a new account.