Language

پکتيکا کې د ماين چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي

ښرنه(پژواک، ١٧ مرغومى ٩٧): د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ په نوي چمبرانو کلي کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدنکي نورالله پژواک ته وويل چې په دغه چاودونه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

همدارنګه له جاني خېلو سره د نښتې ولسوالۍ زرغون ښار ولسوال محمد قسيم ايوبي هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر ټپيان د زرغون ښار ولسوالۍ کلينيک ته هم انتقال شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.