Language

پکتيا کې د وژل شوو سرتېرو د کورنيو غړو او معلولينو د ځمکې د نومرو غوښتنه وکړه

ګردېز(پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): په پکتيا کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو د کورنيو غړي او معلولين وايي چې د چارواکو له ژمنو سربېره ورته تر اوسه د کور جوړولو لپاره ځمکې نه دي ورکړل شوې.

دوی، چې د پکتيا پرېس کلب مخې ته راټول شوي و، ورته د ځمکې ورکولو غوښتنه کوي او وايي چې د سرپناه نه لرلو له امله سخت ژوند تېروي.

د دوی له ډلې د يو وژل شوي سرتېري ورور ضياالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې د يوې نومرې ځمکې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، خو کار يې له يوې ادارې بلې ته سپارل کيږي او ځنډېږي.

نوموړي ويل:((موږ ته بايد په جدي ډول نومرې و وېشل شي، له موږ سره ولسمشر په قول اردو کې ژمنه کړې وه، چې نومرې درکوو او پيسې هم ورسره دي، چې په هغه کار وکړئ. په دې اړه ولايت ته د امنيت شورا مکتوب هم راغلی، خو ښاروال او والي مو ځوروي، چې نن راشئ او سبا راشئ.))

خديجه يوه بله بې کوره مېرمن ده، چې په خبره يې خاوند او يو زوی يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا له خپلو نورو اولادونو سره په يوه کرايي کور کې شپې سبا کوي.

نوموړې وويل چې تر اوسه ور سره هېڅ ادارې مرسته نه ده کړې او ورته د کور او ژوند د اسانتياوو برابرېدو غوښتنه لري.

دا وايي:((موږ سره نه کمک شوی او نه ځمکه راکړل شوې ده، کور کې همسايه اوسېږو او د مياشتې اووه زره روپۍ کرايه ورکوو. موږ له اشرف غني نه او له والي صيب نه دا غوښتنه کوو چې ځمکه راته برابره کړي.))

د پکتيا د شهيدانو د کورنيو او معلولينو نماينده اصغر خان وايي چې ولسمشر ګردېز ته په خپل وروستي سفر کې د دوی لپاره د بنوزيو ښارګوټي پرانيسته وکړه او څو تنو ته يې د ځمکو اسناد هم ورکړل، خو تر هغه وروسته ياده پروسه په ټپه ولاړه ده او هېڅ چا ته ځمکه نه ده ورکړل شوې.

خان د امنيتي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو کورنيو او معلولينو سره يې مرسته او ورته د ژوند اسانتياوې برابرول د اساسي قانون امر او د دولت دنده بولي.

نوموړي پژواک ته وويل:((متاسفانه موږ ته خپل حقوق نه دي رسېدلي، په پکتيا کې ډېرې ستونزې دي، د پکتيا د کونډو، يتيمانو او د شهيدانو په وينو تجارت روان دی، هيله ده چې دا تجارت بند شي.))

په دې اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل دغو خلکو ته جدي پاملرنه د حکومت مهم مسووليت يادوي او وايي چې تر اوسه يادو کورنيو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

کرخېل وويل:((نه د شهيدانو کورنيو ته ځمکې ويشل شوې او نه هغه حقونه ورکړل شوي چې دوی يې پر دولت لري، همدا سبب دی چې پر خلکو يې زيات منفي تاثيرات کړي او هغه ځوانان چې بايد د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورغلي وای، زړه نه ښه کوي.))

login or register a new account.

Related Topics