ګردېز (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د سوېل ختيځ زون واليان په خپلو ولايتونو کې د پروژو له ځنډېدو او يا يې له سـستو چارو شکايت کوي او ټينګار يې دا دی چې د وزارتونو د کيفيت د تضمين او تدارکاتو چارې بايد چټکې شي.
د پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست واليانو دا خبرې د کليو د پراختيا او بيارغونې له وزير، د اوبو او برېښنا، ټولګټو چارو او کرنې وزارتونو له معينانو او د جمهوري رياست د تخنيکي او انجنيري برخې له استازو سره ګردېز کې د مهمو او لويو پروژو د شريکولو او تعقيب ګډه ناسته کې وکړې.
د لوګر والي محمد انور اسحاقزی د پرېکړو او قراردادونو زيات مرکزيت د چارو په ښه تر سره کېدو او څارنه کې خنډ بولي او وايي چې د ولايت لپاره د مهمو پروژو د تر سره کېدو او شفافيت لپاره بايد ولايتي ادارې او ولايتي شوراګانې په پرېکړو او قراردادونو کې ښکېلې شي.
ده زياته کړه: ((والي مسووليت لري، صلاحيت نه لري. تدارکات په مرکز کې دي، قرارداد په مرکز کې دی، حتی د نظارت انجنير هم له مرکز څخه راځي، که موږ يې نه ورته تاييدوو، بله بدنامي راپېښيږي. زه خو انجنير نه يم، زه خو يې په کوالټي نه پوهېږم، د دې لپاره خو بايد خپل کسان وي.))
د خوست والي حليم فدايي د پروژو د ښه تطبيق لپاره د ولايت په داخل کې د کيفيت د تضمين او کنټرول او د زېربنايي پروژو لپاره د مسلکي تخصصي ټيم ايجادول اساسي اړتيا يادوي چې له وزارتونو سره تخنيکي مسايل شريک او تعقيب کړي.
نوموړى د بېلابېلو دولتي او غير دولتي ادارو د پروژو او چارو په يووالي ټينګار کوي او وايي: ((مثلا دا اوس تاسو هر يو بېلې، بېلې برنامې لرئ، بيا په برنامو کې وړې پروژې دي. د ارګ خپلې پروژې دي، د ډونرانو، انجيوګانو او همکارو موسـسو نورې پروژې دي، چې دغه پروژې توحيدولو ته ضرورت لري، که دا توحيد نه شي، ډېر مشکله ده چې موږ يې تعقيب کړو. موږ پي ډي سي تعقيب کړو، بجټ تعقيب کړو، د رييس جمهور وعدې تعقيب کړو، پروګرامونه تعقيب کړو او که د رياست جمهوري خپلې پروژې.))
د پکتيکا والي الياس وحدت نیوکه کوي چې وزارتونو او ادارو دې ولايت ته هېڅ پام نه دی کړی او ياد ولايت په ډېرو برخو کې ستونزې لري.
دى وايي: ((زما د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د ملي پيوستون په شمول انکشاف دهات وزارت هر افغان ته ۱۴۲ ډالر لګولي، خو دا په پکتيکا کې يواځې ۴۰ ډالر دي. کومې ژمنې مو چې له موږ سره په ۱۳۹۶ کې کړې، هغه راته عملي کړئ، نور هېڅ هم نه درنه غواړو. خلکو ته موږ ډېر ټيټ راځو چې اعلانيږي او بيا کېږي نه.))
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د ځينو پروژ او کارونو د يادونې پر مهال ټينګار د ولسمشر له خوا د ژمنه شويو پروژو پر پيل او پلي کېدو وکړ او ويې ويل چې په دې ولايت کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او پراختيا په برخو کې زياتو کارونو ته اړتيا ده.
ده وويل: ((کار وزارتونه کوي، موږ خپلې غوښتنې ور سره شريکوو، جدي يې ور سره تعقيبوو او له ولسمشر نه بوديجه ورته پيدا کوو، ما مخکې هم ويلي او بيا هم وايم چې د پروژو د ځنډ ستونزه نه په ولسمشر کې ده او نه په ولايتي ادارو کې، د وزارتونو تدارکاتي سيسټم ډېر کمزوری دی، ټولې پروژې همدوی ځنډوي، اوس مو په غونډه کې هم وويل.))
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير او د اوبو او برېښنا، ټولګټو چارو او کرنې وزارتونو معينانو او استازو او په زېربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهاند احمد شاه څرګند په خپلو برخو کې د چارو د ښه کېدو او پروژو عملي کولو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د واليانو له خوا ياد شوي مسايل به په نظر کې ونيول شي.
د کليو د پراختيا او بيارغونې وزیر مجيب الرحمن کريمي پژواک ته وويل چې ګردېز ته يې د سفر او له واليانو سره د ناستې موخه د يادو ولايتونو د پراختيايي بهير ارزونه وه او د کرنې، پوهنې او نورو پراختيايي برخو کې د ځينو پروژو او نويو مېکانيزمونو عملي کولو خبره کوي.
login or register a new account.