Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پل علم ښار کې ستر جامع جومات جوړېږي

پل علم (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې د ٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ښاروال نصيراحمد لليزي وويل چې دغه جومات په مرکز پل علم کې پر پنځه جريبه ځمکه جوړېږي.

هغه وايي چې پر دغه جومات به پنځوس ميليونه افغانۍ ولګول شي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د ښاروال د معلوماتو له مخې، په دغه جومات کې په يوه وخت کې څه باندې دوه زره کسان لمونځ ادا کولاى شي.

دغه راز د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي وويل چې د دغه جومات د جوړېدو پيسې د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((دغه جومات د خلکو په غوښتنه جوړېږي چې ورسره به د خلکو د لمونځ کولو او فاتحې اخيستولو ستونزې هوارې شي.))

والي پر ښاروالي او ساختماني شرکت ټينګار وکړ چې د دغه جومات کارونه په ښه کيفيت سره ترسره کړي.

د يادونې ده، په تېره يوه مياشت کې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د دغه شان جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.