مزار شريف (پژواک، ۲۰مرغومی ۹۷): د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون مشره سيما سمر وايي، هېڅ شخص او ډله د قانوني پروسې له بشپړولو پرته د اساسي قانون د تعديل حق نه لري.
هغې د مرغومي په ۲۰مه، مزار شريف کې د شمال زون په کچه د بشري حقونو خپلواک کمېسيون لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ په پرانيسته کې دا هم وويل، چې حکومت بايد خلکو ته د اړتيا وړ ښه خدمات وړاندې کړي.
سيما سمر وايي، لا هم په افغانستان کې په لويه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د هغې په وينا، د جګړو له امله د ملکي تلفاتو په زياتوالي سره د بشري حقونو کمېسيون اندېښنې لوړې کچې ته رسېدلې دي.
نوموړې زياتوي، د ملکي تلفاتو عاملين په ترتيب سره د حکومت وسله وال مخالفين، دولتي او بهرني ځواکونه دي.
هغه وايي، د جګړې تر څنګ د فقر له امله ډېری افغانان د بشري حقونو نقض ته مخه کوي.
مېرمن سمر وويل: ((په افغانستان کې له ۵۴ سلنې څخه زيات خلک د فقر کرښې لاندې ژوند کوي، له همدې امله ډېر خلک د مخدره توکو قاچاق او ناقانونه کړنو ته مخه کوي، چې بيا ورسره د بشري حقونو د نقض سبب هم ګرځي.))
د قانون کمرنګی حاکميت بل هغه لامل دی چې د سيما سمر په وينا، په افغانستان کې يې د بشري حقونو نقض ته لاره هواره کړې ده.
هغې زياته کړه، د هېواد يو شمېر سيمې له دولتي کنټرول څخه بهر او د وسله والو لاس کې دي، چې هلته له خلکو سره ظلم کېږي او په ښکاره ډول قانون او بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې همداراز وويل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د خلکو ورځنی چاره ګرځېدلې او په وينا يې هره هغه مېرمن چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي، له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي.
سمر زياته کړه، حکومت بايد د سياسي سولې راوستو تر څنګ د کورنيو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي او سولې راوستو برخه کې هم جدي ګامونه پورته کړي.
هغې زياته کړه، حکومت په جګړه کې د ډېر مصروفيت له امله خلکو ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی. حکومت بايد خلکو ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو سره پر ځان د هغوی باور زيات کړي.
login or register a new account.