پلخمري (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧) : د هېواد شمالي ولايتونو تللې لويه لاره په سالنګ کې چې د واورې له امله بنده شوې وه، د کوچنيو موټرو پر وړاندې خلاصه شوه.
د سالنګ لارې د څارنې او ساتنې مسوول انجنيرعبدالبصيرحبيبي د مرغومي په ٢٢مه، مازيګر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د سختو واورو له امله دا لاره تېره شپه تړل شوې وه.
هغه زياته کړه، د دوى د کارکوونکو د هلو ځلو په پايله کې نن غرمه لار پرانيستل شوې، خو يواځې د کوچنيو موټرو لپاره.
نوموړي وويل، له غرونو څخه پر سړک واورې ښويېدلې وې او د دوى کارکوونکو دا واورې پاکې کړې دي.
د شېرمحمد په نامه يو تن موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې تم شوى و .
هغه زياته کړه، د موټرو او خلکو د ګڼې ګوڼې له امله په هوټلونو کې ځاى نه و.
د سالنګ لار هرکال ژمي موسم کې دواورو ښويېدو له امله د ترافيکو پرمخ تړل کېږي چې ځينې وخت دموټر ښويېدو له امله مرګ ژوبله هم رامنځته کېږي .
login or register a new account.