مزار شريف ( پژواک، ۲۳مرغومی ۹۷): د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهين قول اردو وايي چې په هوايي بريد کې يې د بلخ ولايت د زارې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له ۱۱ نورو وسله والو سره وژلی دی.
د شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د مرغومي په ۲۳مه، پژواک ته وويل، چې د زارې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري قدرت الله يې تېره ورځ ناوخته د شولګر ولسوالۍ په مربوطاتو کې په نښه کړی دی.
رضايي زياتوي، ياد طالب چارواکی له شولګر ولسوالۍ څخه د بلخ زارې ولسوالۍ ته پر لاره و، چې په کندلي سيمه کې تر هوايي بريد لاندې ونيول شو او له خپلو ۱۱ ملګرو سره ووژل شو.
د هغه په خبره، په ياد بريد کې د وسله والو ۱۲ عرادې موټرسايکلونه او وسلې هم له منځه تللي دي.
د شولګر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي باقي پژواک ته وويل، چې تېر ماښام د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريدونه شوي؛ خو زياته يې کړه چې د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه د دې پېښې په تړاو خپل رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.