پلخمري (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په بغلان ولايت کې د دوو جلا هوايي بريدونو په ترڅ کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضايي د مرغومي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د بغلان په دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې په دهنه غوري کې اووه او په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زياتوي چې په وژل شوو کې د ملا ګجر، بشير شاهين او ملا زبير په نومونو د طالبانو درې ډلمشران هم شامل دي.
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه د عربانو په سيمه کې پر يوې مدرسې بريدونه کړي دي.
ده وويل: ((له پخوا نه په دې مدرسه کې شپږ طالبان وو، هماغه ټول په کې وژل شوي دي.))
د هغه په وينا، په وژل شوو کسانو کې د طالبانو ځايي قوماندان ملا ګجر هم شامل دى.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP