مزارشريف (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د وسله وال پوځ لوى درستيز د شمال زون پوځي مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د سولې له هڅو ملاتړ وکړي خو زياته کړې یې ده چې د جګړې په ډګر کې هم په لوړه روحيه ودرېږي او له خپلو خلکو او هېواده دفاع وکړي.
د حکومت لوړپوړو امنيتي چارواکو بلخ ته د خپل سفر پر مهال په مزارشريف کې د يوې امنيتي غونډې پر مهال په دغه ولايت کې د پوځي عملياتو پر اغېزمنتيا غږېدلي دي.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستيز جنرال محمد شريف يفتلي، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال اخترمحمد ابراهيمي او د ملي امنيت لوی رياست مرستيال جنرال عبادالله عباد تېره ورځ د شمال د امنيتي وضعيت د ارزولو په موخه دغه زون ته سفر کړی دی.
يادو امنيتي چارواکو لومړی په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مرکز کې د ملي اردو له امنيتي مسوولينو سره ګډه غونډ کړې او د مخالفينو پر ضد د پوځي عملياتو د لا ډېر موثريت په تړاو يې سپارښتنې کړې دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د مرغومي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لوی درستيز په شمالي ولايتونو د ۱۳۹۷ کال ټول پوځي عمليات و ارزول او تر ډېره يې د مخالفينو د ځپلو په برخه کې اغېزمن وبلل.
رضايي زياته کړه چې شاهين قول اردو د ۹۷ کال په اوږدو کې ۶۸ پوځي عمليات ترسره کړي چې د ژمنيو عملياتو پر مهال يې وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.
د قول اردو وياند همدا راز وويل چې لوی درستيز د شمال پوځي قوماندانانو ته ډاډ ورکړ چې د ۱۳۹۸ کال پوځي عملياتو پلان هم بشپړ شوی او ډېر ژر به د اجرا لپاره په زونونو کې د قول اردو قوماندانيو ته واستول شي.
هغه زياته کړه، لوی درستيز او ورسره نورو امنيتي چارواکو د شمال زون پوځي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د سولې له هڅو ملاتړ کوي؛ خو زياته يې کړه چې د جګړې په ډګر کې هم په لوړه روحيه ودرېږي او له خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.
د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت رياست يادو لوړ رتبه چارواکو نن (د مرغومې ۲۴مه) د بلخ له والي او د دغه ولايت د نا امنه ولسواليو له قوماندانانو سره په ګډه غونډه کې همدا راز سپارښتنه کړه، چې د مزار- جوزجان لويې لارې د امنيت لپاره دې جدي اقدامات وشي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې په ياده امنيتي جلسه کې د بلخ ولايت د نا امنه ولسواليو پر امنيت مفصل بحث وشو او همدا راز په يادو سيمو کې د اغېزمنو عملياتو پر پيلېدو هم خبرې وشوې.
فرهاد زياتوي چې د بلخ د چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو او همدا راز د مزار- شبرغان لويې لارې امنيت يې په کاري لومړيتوبونو کې دی.
د يادونې ده، تېره اوونۍ د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې شاوخوا ۴۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او همدا راز د مزار – شبرغان پر لويه لاره يو شمېر امنيتي پوستې هم سقوط شوې وې.
login or register a new account.