Language

د بلخ په چمتال کې اووه سیمه ییز پولیس وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۷): وسله والو طالبانو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې اووه پوليس وژل شوي دي.

يوې معتبرې امنيتي سرچينې د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چمتال ولسوالۍ د بنګالې پله پر امنيتي پوستې بريد کړی دی.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ۷ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د سرچينې په خبره، وسله والو طالبانو د شپې په تياره کې بريدونه پيل کړل چې پر مهال يې سيمه ييزو پوليسو ته دغه مرګ ژوبله واوښته.

دغه سرچينه همدا راز وايي چې په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

دغه راز د بلخ ولايتي شورا رييس افضل حديد هم پژواک ته تاييد کړه چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چمتال ولسوالۍ د بنګالې پله پر پوستې حمله کړې خو نوموړی د اوښتو تلفاتو په اړه نا خبري ښيي.

د چمتال ولسوالۍ د چمتال کلي قومي مشر حاجي قاسم پژواک سره خبرو کې وويل چې د تېرې شپې بريد کې ۸ سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د بلخ امنيه قومانداني په دې تړاو له نظر ورکولو ډډه کوي خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه عمليات له لاسته راوړنو ډک او له ډېری سيمو يې وسله وال طالبان په شا کړي دي.

login or register a new account.