Language

د ولسي جرګې ۶۵ سلنه مخکښ نوماندان د دې جرګې د اوسنۍ دورې غړیتوب نه لري

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومی ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو له ۲۳۹ مخکښو نوماندانو ۶۶  یې ښځې او له هرو ۱۳ کسانو یو یې د سیاسي ګوندونو غړي دي او ۶۵ سلنه یې د یادې جرګې د اوسنۍ دورې غړیتوب نه لري.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې شاوخوا درې میاشتې مخکې ترسره شوې او د لومړنیو پایلو د اعلان بهیر یې تېر ماښام د کابل ولایت او کوچیانو حوزې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته بشپړ شو.

د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو د اعلان شوو لومړنیو پایلو پر اساس، په ټولیز ډول اعلان شوو مخکښو نوماندانو ته له یو میلیون او ۳۰۰زرو ډېرې رایې کارول شوې دي.

اعلان شوې پایلې ښيي چې د ټولو ۲۳۹ مخکښو نوماندانو له ډلې ۸۵ یې د ولسي جرګې د اوسنۍ دورې غړیتوب لري خو ۱۵۴ نور یې د دې جرکې د اوسنۍ دورې غړیتوب نه لري.

 

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي پژواک ته وویل، ولسي جرګې ته د زیاتره نوو کسانو بریالي کېدول په ډاګه کوي چې خلک د ولسي جرګې د اوسنو غړو له فعالیتونو خوښ نه دي.

د ده په خبره، خلک پوهېږي چې د ولسي جرګې زیاتره اوسنيو غړو د خلکو پر ځای ځان ته کار وکړ.

صافي زیاته کړه، له همدې امله خلک غواړي نور استازي تجربه کړي.

زیاتره مخکښ نوماندان هغه کسان دي چې ځانونه یې خپلواک نوماند کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلومات ښيي چې له ټولو نوماندانو ۲۲۲ هغه کسان دي چې ځانونه یې خپلواک نوماند کړي وو، پنځه کسان د ملي جنبش، درې درې کسان د وحدت اسلامي ګوند، حزب وحدت اسلامي مردم او دعوت اسلامي، دوه کسان له حزب اسلامي او یو تن د جمعیت اسلامی ګوند له ادرسه نوماند شوي دي.

د یادونې ده، په مخکښو نوماندانو کې داسې هم شته چي په سیاسي ګوندونو پورې تړاو لري خو د ګوند له ادرسه نه دي نوماند شوي.

login or register a new account.