Language

پکتیکا کې دوه کسان د ګازنیونې له امله مړه شوي

ښرنه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ګازډبې د بخار له امله يو زوم او ناوې وژل شوي دي.

د يادې کورنۍ يوه غړي اکبر شاه د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

ده وويل، په دې پېښه کې يوه زوم او ناوې چې څو ورځې مخکې یې واده شوی و، د ګازډبې د بخار له امله مړه شوي دي.

دغه راز د يوسف خېلو ولسوالۍ د مشخېلو کلي اوسېدونکي محمد ياسين پژواک ته وويل چې دغه پېښه د دوى په کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، ناوې ١٨ کاله او زوم ١٩ کاله عمر درلود چې تېره شپه دواړه د ګازډبې د بخار له امله مړه شوي دي.

د پکتيکا چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په پکتيکا کې د ورته پېښې له امله يو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوې وې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.