کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی ۹۷): یوه افغان هنرمنده وايي، له حاکمو رواجونو پیروي او له کوره بهر د ښځو د حضور په اړه د خلکو منفي لید د دې لامل شوی چې نجونې د سینما هنر په برخه کې خپل استعدادونه لیدو ته وړاندې کړي.
۲۵ کلنې هنرمندې صنم سادات چې له پنځو کلونو راهیسې یې سینما ته مخه کړې پژواک ته وویل، تر اوسه یې د سینما په څلورو لویو فلمونو کې مرکزي رول لوبولی دی.
نوموړې د کابل اصلي اوسېدونکې او د ايرای په پلازمېنه تهران کې زېږېدلې ده، تر دوولسم ټولګي یې هلته زده کړې کړې دي.
هغه چې له ماشومتوبه په فلم کې له کارکولو سره مینه لرله اوس له دغه کار سره د مینې په خاطر په افغان سینما کې کار کوي.
د دې په خبره، څو کاله مخکې ورته فرصت پیدا شو چې د کابل ښار د استقالال لېسې په یو پروګرام کې برخه واخلي او هلته د هېواد له ځینو هنرمندانو او د سینما له کارکوونکو سره ملګرې شوه او له دوی سره خبرو و هڅوله چې په داستاني فلمونو کې کار وکړي.
هغې زیاته کړه: ((کله مې چې لومړی د سینما هنر ته مخه کړه د کورنۍ غړي مې نه وو خبر، کله یې چې د لیدو لپاره تهران ته لاړم او پوه شول چې زه د سینما هنرمنده شوې یم حیران شول، زه یې ورټلم، زه و ډاره شوم ځکه سنتي ټولنه لرو او کورنۍ نه پرېږدي چې لورانې یې د سینما کارکوونکې وي، خو د وخت به تېرېدو لږ لږ راضي شول.))
صنم روښانه کړه چې زیاتره نجونې غواړي سینما ته مخه کړي خو لومړۍ غواړي پوه شي چې داخلي فلم دی که فیستیوالي؟ که داخلي وي ځان ګوښه کوي خو که پوه شي چې فیستوالي دی په ډېره لېوالیتا په کې رول لوبوي.))
د هغې په خبره، په افغان ټولنه کې نجونې ملاتړ او هڅونې ته اړتیا لري څو وکولای شي سینما ته مخه کړي او هنرمندې شي.
نوموړې روښانه کړه، د سینما په برخه کې د ښځینه لوبغاړو د ملاتړو بنسټونو د نشتون له امله ځینې هغه نجونې چې لوړ استعدادونه لري شاته کېږي.
هغې په ټلوېزیونونو کې د بهرنیو فلمونو خپرول د افغاني سینما د خرابېدو لامل و باله او ویې ویل: ((په ټلوېزیونونو کې د بهرنیو فلمونو خپرول هم زموږ په زیان دی او هم مو ټولنه فساد لوري ته وړي، د خپګان وړ ده چې افغاني فلمونه په بهر کې ښودنې ته وړاندې کېږي او جایزه اخلي، خو په خپل هېواد کې مو بهرني فلمونه ښودنې ته اېښودل کېږي.))
د هغه په خبره، د رسنیو مالکان نه غواړي چې افغاني فلمونه و پېري او ښودنې ته یې وړاندې کړي، کنه ځيني افغاني فلمونه جالب او روزنیز داستانونه لري.
هغې وویل: ((ټاکل شوې وه چې د تهمینې په نوم په یوه فلم کې مرکزي رول ولوبوم، خو د بودجې د نه شتون له امله مې د یاد فلم چارې نیمګړې پاتې شوې، فلم د افغان فلم لخوا تایید شو خو بودیجه یې نه لرم.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP