Language

د پکتیکا د برمل خلک د سولې پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي

ښرنه (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سولې له روانو هڅو ملاتړ کړی او ټينګار کوي چې د سولې هر ډول خبرې بايد بين الافغاني وي.

دغه غونډه نن له غرمې مخکې په برمل ولسوالۍ کې جوړه شوې وه چې د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر عثمان خان وويل چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي او نور په هېواد کې سوله غواړي.

نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي او د بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړي.

همدارنګه بل قومي مشر ګل شيوه خان وويل چې د هېواد د ښېګڼې لپاره، طالبان دې د امريکا پرځاى له افغان حکومت سره مذاکرات پيل کړي.

هغه وايي: ((د جګړې اصلي لورى افغان حکومت دى، نو طالبان ولې له امريکا سره خبرې کوي، له حکومت سره دې خبرې وکړي ترڅو جګړه ختمه شي.))

دغه راز د دې غونډې يو تن تنظيمونکي علي محمد نظري هم وويل چې سوله د ټولو افغانانو هيله او غوښتنه ده، نو له همدې امله دې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او په خپلو کې دې سره جوړ شي.

مدني فعال عبدالحق فقيرزاده وويل، کلونه کېږي چې افغانان په يو او بل نوم وژل کېږي، خو تر اوسه نه جګړه ختمه شوه او نه هم کوم لورى په بشپړ ډول بريا ته ورسېد.

ده زياته کړه: ((نور نو ورور وژنه بس ده، سوله د خدا (ج) امر او د ولس غوښتنه ده، طالبان دې نور ټوپک پر ځمکه کېږدي او د سولې مذاکراتو ته دې حاضر شي.))

د يادونې ده، برمل کې د سولې د ملاتړ په موخه داسې مهال لویه ولسي غونډه جوړېږي چې په دې وروستيو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي چې ټول افغانان يې د سولې راتګ ته هيله مند کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.