مزارشريف (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۷): د ځوانانو د ملاتړ يوه اداره وايي چې ځوانان کولى شي په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل او خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
په مزارشريف ښار کې په سوداګريزو چارو کې د ځوانانو د رول په هکله ګډ کنفرانس کې د بلخ د ايسک موسسې مسوولين وايي چې له دغه پروګرامه يې موخه دا ده چې څنګه وکولای شي ځوانان سوداګريزو چارو ته وهڅوي.
دوي وايي چې ځوانانو ته يې په دې برخه کې د لا پوهاوي کار کړی چې تر دې دمه يې يو شمېر ځوانان په کار کړي دي.
دغه موسسې له ځوانانو غواړي چې په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل کړي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.
په بلخ کې د ايسک موسسې مشر ايمل اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ډول پروګرامونو سره به ځوانان له سوداګريزو چارو سره اشنا کړي.
نوموړی زياتوي، د دې موسسې له خوا لومړی ځوانان هڅول کېږي او بيا ورته د کار کولو عملي زمينه برابرېږي.
نوموړی وايي، ډېری ځوانان د همدغو پروګرامونو له لارې اوس مهال په سوداګريزو چارو بوخت دي او د کار کولو زمينه ورته برابره شوې ده.
هغه له ځوانانو غواړي چې په ډېرو کمو پيسو سوداګريز کارونه پيل کړي او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.
امينه رحيمي چې دغه کنفرانس ته راغلې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ډول علمي پروګرامونه به ځوانانو ته په ډېرو برخو کې د کار کولو لارې چارې ور زده کړي.
امينه چې يوه سوداګره هم ده، وايي ((ما له تېر يوه کال راهيسې په کمو پيسو سوداګريز کار پيل کړ چې لومړی ځينو ستوزو سره مخ شوم خو د همدغه کار له مخې اوس مهال يو شرکت هم لرم چې کابو ۱۳ کسان پکې کار کوي چې ۱۲ يې ښځينه او ۱ تن نارينه ده.))
نوموړې له هغو ځوانانو چې له زده کړو فارغ شوي او اوزګار دي، غواړي څو سوداګريز کاروبار ته مخه کړي او خپلې ستونزې حل کړي.
نصيره چې بله مېرمن ده له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له زده کړو وروسته به د بېکارۍ په صورت کې تجارتي کارونو ته مخه کړي چې په دې برخه کې يې د عامه پوهاوي په ډېرو پروګرامونو کې برخه اخيستې ده.
login or register a new account.