محمودراقي (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو يو قاضي له حکومت سره يو ځای شوى دى.
د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نعیم ساپي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د وسله والو مخالفینو يو برحال قاضي مولوي عزیزالرحمن ساپی له خپلو دوو ساتونکو سره له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو.
هغه زياته کړه چې دغه قاضي يې د ولايت مرکز ته استولى او په سيمه کې نور مخالفين هم ورسره تماس کې دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په تګاب کې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډېرې سيمې یې له وسله والو نيولې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP