Language

د پکتيا معترضو نوماندانو د دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې وتړلې

ګردېز، پلخمري (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د پکتيا او بغلان معترضنو نوماندانو ددغو ولايتونو د ټاکنو کمېسيونونو دفترونه وتړل.

له پکتيا څخه د ولسي جرګې ځينو معترضو نوماندانو د ګردېز ــ کابل لويه لاره او د ټاکنو د خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو دروازې يې وتړلې.

د دوی له ډلې انجنير تاج محمد ګردېزى وايي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي، خو په اړه يې ثبت شوي شکايتونه سم نه دي څېړل شوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل :((د ټاکنو او شکايتونو کمېسيون دې د پکتيا ټولې رايې د بايو مټريک او چک لېسټونو پر اساس بيا په شفاف ډول وشمېري.))

بل معترض نوماند سميع الله احمدزی بيا وايي چې اوسنيو ټاکنيزو کمېسيونونو خپل باور له لاسه ورکړی او د ټاکنو د مديريت او سمو پرېکړو ظرفيت نه لري.

احمدزي زياته کړه :((د شرم وړ خبره ده چې د ټول ملت هغه باور چې په ټاکنيزو کمېسيونونو و، هغه يې له لاسه ورکړ. کوم کسان چې اوسمهال په کمېسيونونو باندې کار کوي، د کار ظرفيت نه لري. که غواړي چې رياست جمهوري انتخابات سم تر سره شي، دا ټول کسان دې څارنوالۍ ته معرفي او پر ځای دې يې نوي کسان مقرر شي.))

انجنير رحمت الله ځلاند، صديق احمدخېل او حفيظ الله مبارز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له نوماندانو د پيسو په اخيستلو تورنوي او وايي چې د ځينو نوماندانو رايې په غير قانوني ډول زياتې يا کمې شوې دي.

بل خوا خلک او د ګردېز ــ کابل د لويې لارې مسافر د لارې په تړل کېدو له زياتو ستونزو سره مخ شوي او وايي چې په سړه هوا کې ښځې، ماشومان او مريضان له سخت ګواښ سره مخ کيږي.

د دوی له ډلې  يوتن حاجي معصوم جان پژواک ته وويل:((موږ له کابل نه راغلو، مريضان راسره دي، يوه ساعت کيږي چې په دې لار کې انتظار ولاړ يو، موږ دوی د انتخاباتو له کارونو نه منع کوو، خو اوس دې موږ ته لاره خلاصه کړي چې مريضان مو په تکليف دي.))

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر هدايت الله عصمتي يې په اړه د معترضو نوماندانو تورونه ردوي او وايي چې ټاکنيز شکايتونه يې په سم ډول څېړلي دي.

هغه پژواک ته وويل:((د ځاځي اريوب او لجه منګل ولسواليو په اړه د مرکزي کمېسيون نهايي پرېکړې صادرې شوي. د ټاکنو په ورځو چې کوم شکايات شوي وو، هغو ته مو مکمله رسيدګي کړې ده،. ))

بلخوا د بغلان ولايت دوو معترضو نوماندانو ددې ولايت د ټاکنو د کمېسيون دروازه تړلې ده.

login or register a new account.