کندهار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د جګړو او وچکالۍ له امله د بې ځایه شوو ۷۲۱ کورنیو او په جګړو کې د وژل شوو پولیسو له ۹۰۱ کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب، له کابل څخه راغلي پلاوي، یو شمېر چارواکو او نورو ګډون کړی وو.
د کندهار ولایت سرپرست او مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د هېواد په کچه د جګړو او وچکالۍ له امله د بې ځایه شوو شاوخوا ۱۲ زره کورنیو لپاره څه د پاسه ۱۸۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د کندهار لپاره ۱۰ میلیونه او ۸۱۵ زره افغانۍ مرسته ځانګړې شوې چې پر ۷۲۱ مستحقو کورنیو به ووېشل شي او هره کورنۍ به ۱۵ زره افغانۍ مرسته تر لاسه کړي.
دی وايي، دغه کورنۍ په دې وروستیو کې د جګړو او وچکالۍ له امله د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو او نږدې ولایتونو څخه کندهار ښار ته راکوچېدلې دي.
ده وویل، ولایتي ادارې تل مرکزي اداره او مرستندویه موسسې هڅولې چې راستنېدونکو کډوالو او د جګړې او وچکالۍ له امله له بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې وکړي.
دغه راز نن په کندهار کې په جګړو کې د وژل شوو پولیسو له ۹۰۱ کورنیو سره هم د مرستې لړۍ پیل شوه.
منیب وویل، هرې کورنۍ ته څلور پارسله غنم ورکول کېږي چې تر یوې اندازې به د دغو کورنیو اړتیا پوره کړي.
ده زیاته کړه، پولیسو د خلکو او هېواد لپاره لویې قربانۍ ورکړي او کورنۍ یې په هر حالت کې د مرستې او لاسنیوي وړ دي.
نوموړي ژمنه وکړه چې د پولیسو له کورنیو سره به د نورو مرستو زمینه برابروي او دغه لړۍ به دوامداره ساتي.
د وژل شوو پولیسو د کورنیو غړي او بې ځایه شوي کډوال له دوی سره د شوي مرستې او لاسنیوی مننه کوي او وايي لا ډېرې مرستې ته اړتیا لري.
عبدالصمد د هغو درېیو سرتېرو ورور دی چې په معروف ولسوالۍ کې یې خپل درې وروڼه د پولیسو په لیکو کې له لاسه ورکړي دي.
login or register a new account.