Language

د پکتیکا د ډېری ولسوالیو دولتي ادارې غیر فعالې دي

ښرنه (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ځينو ولسواليو کې ډېرى دولتي ادارې نه دې فعالې او دوى د خپلو ستونزو د حل لپاره مرکز ښرنې ته ځي چې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د دغه ولايت د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اسلم د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يوه دولتي اداره هم نشته.

هغه وويل: ((که زموږ يوه تذکره هم په کار شي، نو مجبور يو ښرنې ته ولاړ شو، د لارې کرايه راباندې راځي، هلته هوټل کې دوه، درې شپې پاتې کېږو چې دا هر څه زموږ لپاره ډېر تاوان او لوى مشکل دى، بايد حل شي.))

دغه راز د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي موسى خان هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ نورې ډېرې دولتي ادارې هم نشته.

ده زياته کړه: ((هره ورځ د خلکو ضرورت کېږي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي، خو نشته دي، د حج اوقافو رياست نشته دى، د تذکرو اداره نشته، د هر شي لپاره بايد ښرنې ته ولاړ شو.))

د دغه ولايت د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د خلکو د معلوماتو پر بنسټ، د پکتيکا په خوشامند، نکه، اومنه، ګيان، زېړوک، ګومل، برمل، وړممۍ، وازېخوا او تروې هغه ولسوالۍ دي چې ډېرى دولتي ادارې په کې فعاليت نه لري.

په دې اړه مدني فعال جميل غيرت پژواک ته وويل چې خوشامند، نکه، اومنه او ګيان ولسوالیو کې یوازې امنيتي ځواکونه دي، نورې اړوندې ادارې په کې نشته دي.

دغه راز غيرت څرګنده کړه چې په زېړوک، ګومل، برمل، وازېخوا او تروې ولسواليو کې د عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ ډېرې نورې ادارې هم فعاليت نه کوي.

همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالمبين پژواک ته وويل چې د دغه ولايت تر لسو په ډېرو ولسواليو کې دولتي ادارې نشته دي.

ده زياته کړه: ((موږ غوښتنه کوو چې اول دې په دغو ولسواليو کې امنيت ټينګ کړي او بيا دې په کې دولتي ادارې فعالې کړي.))

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله په ځينو ولسواليو کې دولتي ادارې نشته دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.