پلخمري (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): په بغلان کې د مدني ټولنې يو شمېر غړي وايي چې سياسي او حکومتي مشران دې له ټاکنيزو ډلو د ملاتړ پر ځاى، سولې ته لومړيتوب ورکړي.
دغه څرګندونې د بغلان د مدني ټولنو غړو نن د يوې خبري غونډې پر مهال په مرکز پلخمري کې وکړې.
په دې غونډه کې مدني فعال سید علي فاضل وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره تر بل هر وخت ښه فرصت رامنځته شوى چې بايد ترې پوره ګټه واخيستل شي.
نوموړي وويل چې په داسې حساسو شرايطو کې حکومتي مشران او سياسي چارواکي دې له ټاکنيزو ډلو د ملاتړ پر ځاى د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
دغه راز بل مدني فعال شاه زمان زماني هم پر طالبانو غږ وکړ چې که غواړي د افغانستان په تاریخ کې د سولې غوښتونکو نوم ترلاسه او د شته نا امنیو د پای اصلي وارثین وګڼل شي نو د سولې په برخه کې دې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
د ناستې نورو برخوالو هم د نړیوالو په تېره بیا د امریکا له خوا د سولې خبرو لپاره هڅې تر ډېره اغېزمنې وبللې او ويې ويل چې له دغه فرصت څخه بايد ګټه واخيستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ یو شمېر ځوانانو پلخمري ښار کې سولې ته د ژمنتیا په موخه پر لیکل شوو شعارونو لاسلیکونه وکړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP