ګردېز (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې تېر ميلادي کال په پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د دوی په خبره، ياد تلفات په بېلابېلو پېښو کې رامنځته شوي چې مالي زيانونه هم خلکو ته په کې اوښتې دي.
په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو د سيمه ييز کمېسيون مشر نوراحمد شهيم د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځاني تلفات د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو له خوا په عملياتو او بمي چاودنو کې اوښتي دي.
شهيم وايي چې په دې ځاني زیانونو کې زياته برخه د وسله والو طالبانو له خوا په ګڼ مېشتو ملکي ځايونو کې د ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې ماينونو او د خلکو له کورونو د نظامي استفادې پر مهال پېښ شوي دي.
شهيم وايي: ((تېر کال مو د زون په سطحه ۴۵۷ کسان مرګ او ژوبله لرله، په دې کې نارينه، ښځينه او ماشومان دي، چې د تشويش وړ خبره ده. د تلفاتو عاملين اکثره د دولت وسله وال مخالفين دي.))
بلخوا خلک له دولت او وسله والو طالبانو غواړي چې د نظامي عملياتو او جګړو پر مهال دې د خلکو د ژوند او مال خونديتوب ته ځانګړی پام وکړي.
د ګردېز اړوند د زاهو سيمې اوسېدونکی محمد موسی مصطفی وايي چې دولت دې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال له پوره دقته کار واخلي او وسله والو طالبان دې هم د خلکو کوروونه د سنګر په توګه نه کاروي.
مصطفی وويل: ((هم له مخالفينو او هم له دولت نه زموږ غوښتنه دا ده چې له عامه ځايونو دې خپل کمين ځايونه نه جوړوي، که جګړه کوي په ډګر دې يې وکړي. په جګړه کې دې له عامه تاسيساتو او د خلکو له کورونو استفاد نکوي.))
د زرمت ولسوالۍ د مموزو اوسېدونکی غلام محمد چې څه موده وړاندې يې د بهرنیو او ضربتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې دوه وروڼه او درې وريرونه وژل شوي، ټينګار کوي چې نور بايد جګړې ته له هرې ممکنه لارې خاتمه ورکړل شي.
نوموړي وويل: ((زما درې ورېرونه او دوه وروڼه شهيدان شول، هره ورځ له يوې او بلې خوا په يوه او بل نوم خلک وژل کېږي، تر کومه به دا حال وي، تر کومه به موږ ژاړو او اوښکې به تويوو، دربدره شو، دا وطن او خلک کراري غواړي او دا کراري بايد نوره راشي، نور جنګ بس دی.))
دغه راز په دې اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې پکتيا کې په وروستيو کې د ملکي خلکو تلفات زيات شوي او دا د امنيتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږۍ او دقيقو استخباراتي معلوماتو د نشتوالي له امله بولي.
قادري د جګړې له ښکېلو غاړو جدي غوښتنه کوي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د سر او مال خونديتوب ته جدي پام وکړي.
login or register a new account.