مزار شريف (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې د امنيتي پوستو جوړېدو چارې پيل شوې.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د يادو امنيتي پوستو د جوړېدو ترڅنګ به د مزار – شبرغان لويې لارې د امنيتي خونديتوب لپاره ګرځنده ګزمې هم پيل کړي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي، چې د يادو پوستو د جوړېدو چارې له نږدې څاري، د سلواغې په ۲مه يې پژواک ته وويل، چې دې سره په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون راشي.
نوموړي زياته کړه، په تېرو دوو اوونيو کې د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د مزار – شبرغان پر لويه لاره د طالبانو د بريدونو له امله د پوليسو څو پوستې سقوط شوې وې.
د احمدزي په وينا، اوس شاهين قول اردو هڅه پيل کړې، چې په يادو سيمو کې درې ستر امنيتي بېزونه او يو شمېر امنيتي پوستې جوړې کړي. دغه بېزونه به د اړتيا پر مهال شاوخوا امنيتي پوستو ته مرستندويه ځواکونه هم لېږي.
دى وايي، په بلخ کې د نويد۳۴ په نوم پيل شوي پوځي عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي او زياتوي، چې ياد چاڼيز عمليات به د وسله والو تر بشپړو ځپلو پورې دوام وکړي.
نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال له دولتي تاسيساتو څخه لرې و اوسي.
احمدزي وويل: ((خلک دې له طالبانو سره لاس نه يو کوي، تېره اوونۍ زموږ د پوليسو څو پوستې سقوط شوې وې؛ خو متاسفانه چې د سيمو خلکو يې کړکۍ او دروازې وړې وې، هېوادوال بايد پوه شي چې دا امنيتي پوستې د دوی د امنيت لپاره ايجاد شوي دي)).
د شاهين قول اردو قوماندان د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې وسله وال طالبان هڅه کوي څو په شمالي ولايتونو کې سرحدي سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
خو نوموړی زياتوي، د دوی له خوا وسله وال طالبان په جدي ډول څارل کېږي او د هېڅ يوې سيمې نيولو ته به يې پرېنږدي.
هغه وويل، د مزار – شبرغان لويې لارې د امنيتي خونديتوب لپاره به د پوستو د ايجاد تر څنګ ګرځنده ګزمې هم پيل کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.