Language

د بغلان دیني عالمان: د سولې راوستو یواځېنۍ لار د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې دي

پلخمری (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): په بغلان کې يو شمېر ديني عالمان وايي چې سولې ته د رسېدو يواځېنۍ لار د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي.

د بغلان د ديني عالمانو دغه غونډه نن (د سلواغې درېيمه) په مرکز پلخمري کې جوړه شوې وه.

دوى د سولې په نوم د جوړ شوو بنسټونو پر فعالیت هم نیوکې وکړې او ويې ويل چې په تېرو کلونو کې یې هېڅ ډول لاسته راوړنې نه درلودې.

د دغو ديني عالمانو له ډلې مولوي محمد یاسین مهدیار وویل، د سولې په نوم هغه جوړ شوي بنسټونه چې د افغان حکومت له ادرسه په ولایتونو کې فعالیت کوي، د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

ده زیاته کړه: ((موږ د سولې په اړه پیل شوې هڅې ستایو خو هغه بنسټونه چې د سولې لپاره له خنډ پرته بل هېڅ نه لري، غندو. له حکومت او طالبانو دواړو غواړو چې له فرصته دې ګټه پورته کړي، که رښتیا سوله غواړي همدا یې ښه وخت دی یو بل سره دې مخامخ خبرې پيل کړي.))

دغه راز د غونډې بل ګډونوال مولوي سراج الدین سیرت وويل چې هېواد په يو سخت ترينګلي حالت کې دى، ديني عالمان بايد د روغې جوړې لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

دى وايي چې د سولې په پروسه کې بايد ديني عالمانو ته هم ونډه ورکړل شي، څو دغه پروسه ګړندۍ شي.

په دې غونډه کې يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې حکومت او طالبان بايد هر څه ژر د سولې د راتګ په موخه نېغ په نېغه مذاکرات پيل کړي.

د يادونې ده، د افغانستان د سولې په برخه کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په ابوظبۍ ښار کې د امريکا د استازو او طالبانو مشرانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي، خو پايلې يې تر اوسه نه دي اعلان شوي.

login or register a new account.