Language

د کندوز معترضو نوماندانو خپله خېمه د ځینو محلونو د رای شمېرنې له بیا پیل سره ټوله کړه

کندوز (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د کندوز يو شمېر معترضو نوماندانو وروسته له هغه د اعتراض خېمه ټوله کړه چې په دغه ولايت کې د يو شمېر محلونو د رايو شمېرنه له سره پيل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرغومي په ١٣مه د کندوز ولايت لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې اووه نارينه او دوه ښځې تر نورو مخکښ نوماندان وپېژندل شول.

د دغو پايلو له اعلان وروسته يو شمېر معترضو نوماندانو د اعتراض په توګه د کندوز د ټاکنو کمېسيون مخې ته خېمه ودروله او ټينګار يې کاوه چې رايې بايد بيا له سره و شمېرل شي.

پژواک خبري اژانس په پرله پسې توګه د کندوز د معترضو نوماندانو د اعتراضيه غونډو خبرونه خپاره کړل چې په پايله کې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دغه ولايت کې د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه وکړه.

د کندوز د معترضو نوماندانو په استازيتوب معترض نوماند غفور هوتک پژواک ته وويل چې د يو شمېر محلونو د رايې شمېرنه بېرته پيل شوې نو ځکه دوى خپله خېمه ټوله کړې ده.

ده وويل: ((له کابل نه هم يو پلاوى راغلى، زموږ د نماينده ګانو مخ کې به رايې بيا له سره وشمېرل شي چې همدا زموږ غوښتنه وه.))

د نوموړي په وينا، که دغه ځل هم په رايه شمېرنه کې درغلي وشي نو دوى به د ولسمشرۍ ټاکنې تحريم کړي.

په دې اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت پژواک ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پرېکړې له مخې ٢٩٥ محلونو د رايو بيا شمېرنه دوى پيل کړې ده.

login or register a new account.