پلخمري (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ د واليبال په ميدان کې چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي او ٢٠ نور يې ټپيان کړي دي.
د تاله برفک ولسوال عبدالاحد برفکي د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ نږدې ماښام د برفک سيمې د واليبال په ميدان کې چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وینا: ((د چاودنې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى؛ ځکه دغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده.))
په دې اړه د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له دې پېښې څلور مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټپيانو او مړو کې تنکي ځوانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تاله برفک د بغلان د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP