پلخمري (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): د بغلان لسګونو خلکو نن د دې لپاره لاريون وکړ او دوه ساعته یې د بغلان- پلخمري لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده کړې وه چې د دغه ولايت مرکز بايد له پلخمري بېرته مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدول شي.
د لاريون کوونکو له ډلې عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پلخمري د ولایت مقام اصلي ځای نه دی او نه هم پلخمري ښار د ولایت ټولو ادارو ته ځای لري، د وخت مشرانو په موقت ډول ولایت پلخمري ته لېږدولی و چې باید بېرته خپل اصلي مرکزي بغلان ته انتقال شي.))
بهیر زیاتوي، مرکزي بغلان د ولايت مقام او نورو ادارو د جوړېدو لپاره مناسب ځايونه لري.
دغه راز د لاریون بل ګډونوال مبارز رفیق زوی هم پژواک ته وویل: ((له کله چې د بغلان ولایت مقام پلخمري ته لېږدول شوی، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي له خپلو حقونو لرې پاتې شوي چې نن مو د همدې لپاره لاريون کړى چې دا بايد بېرته انتقال شي.))
دی زیاتوي، ولسمشر غني د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې له دوى سره د دغه مرکز د بېرته لېږد ژمنه کړې وه خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د دوو ساعتونو لپاره يې د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان والي عبدالحي نعمتي پژواک ته وويل چې د مرکزي بغلان ولسوال او امنيه قوماندان ته يې دنده سپارلې څو لاريون کوونکو ته قناعت ورکړي چې لار بېرته خلاصه کړي.
والي وویل: ((اوس د لارې بندولو او ولایت مقام د بېرته لېږد وخت نه دی؛ ځکه حکومتي مشران د سولې او ټاکنو پر مهمو موضوعاتو بوخت دي، نو دا يوه پر ځاى غوښتنه نه ده.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دوه ساعتونو وروسته لاريون کوونکو لاره وروسته له هغه بېرته خلاصه کړه چې حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشران به د اړوندې موضوع په اړه ډېر ژر له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
د يادونې ده، شاوخوا ٢٧ کاله وړاندې د ځينو ستونزو له امله د بغلان مرکز له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پلخمري ښار ته د موقت وخت لپاره انتقال شوى دى.
login or register a new account.