کندهار (پژواک، ۶ سلواغه ۹۷): د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د ۳ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې نن د سلواغې په ۶مه پیل شوې.
په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي اداري مرستیال معراج الدین شمس، د ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم ایوبي، د پوهنې رییس انجنر عبدالقادر پیوستون، د تخته پل ولسوال شاولي اڅکزي او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي اداري مرستیال معراج الدین شمس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي د اړوند وزارت له خوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په رحمان، ماکوان او عبدالعظیم کلیو کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، هر ښوونځی به ۶ درسي خونې ولري چې په اټکليز ډول پرې ۱۰ میلیونه، ۵۸۷ زره ۹۷۸ افغانۍ لګښت پرې راځي او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به ۵۶۷۹ کاري ورځې رامنځته کړي.
د ده په خبره، د دغو درېیو ښوونځيو د ودانیو په جوړېدو به د یادو شوو کلیو ۱۹۲۰ زده کوونکو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر شي.
شمس وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د تعليمي سیسټم د معياري کولو او د تدريس د سالم چاپېريال د رامنځته کولو په موخه د روان تعلیمي کال په پيل کې د هېواد په کچه د ۶ زره کلیوالي ښوونځیو لپاره د ودانيو د جوړولو ژمنه وکړه.
دی وايي، د دغو ښوونځيو ښوونځیو رغنيزې چارې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري مخ ته وړل کېږي.
ده یادونه وکړه چې د دغو ۶ زره ښوونځيو د جوړولو چارې په دوو پړاونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د هېواد په ۱۷ ولايتونو کندهار، کابل، ننګرهار، نورستان، لوګر، خوست، ميدان وردګ، غزني، پکتيکا، کندوز، بلخ، فارياب، هرات، بادغيس، هلمند، اروزګان او زابل کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو ودانۍ جوړېږي.
د دغو ښوونځیو له ډلې ۱۲۰۸ د نجونو او هلکانو ګډ او پاتې نور يې د هلکانو د تدريس لپاره ځانګړي شوي چې ټولټال ۱۷۵ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.
د ده په خبره، د اقراء په نوم د همدې پروګرام په چوکاټ کې د کندهار ولايت لپاره ۶۶ ښوونځیو ته د ودانيو جوړول په پام کې نیول شوي دي.
ده زیاته کړه، جغرافيايي او اقلیمي شرایطو ته په پام د ښوونځيو د ودانیو لپاره ۲۸ بېلابېلې نقشې جوړې شوي او په څلورو کټګوريو وېشل شوي چې ۶، ۸، ۱۰ او ۱۲ ټولګي لرونکي دي.
د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون وویل، د هېواد په کچه ۵۰ سلنه او د کندهار په کچه ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې د دغې نوې لړۍ په پیلېدو سره به دغه ستونزه ۸۰ سلنه حل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP