Language

چارواکي په غزني او هرات کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

هرات- غزني (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): حکومتي چارواکي وايي چې هرات او غزني ولايتونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د سلواغې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د هوايي بريد له امله يو شمېر طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ په خونيان او عسکرکوټ سيمو پر طالبانو بريدونه کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون اووه طالبان وژل شوي او دوه موټر يې هم له منځه تللي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.