ښرنه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د پکتيکا اوسېدونکي وايي، که د افغان سولې په اړه هر ډول مذاکرات تر سره کېږي، اصلي لوری يې بايد افغان دولت او وسله وال طالبان وي او نور هېوادونه دې په اړه د درېيمګړي دنده تر سره کړي.
د دې ولايت اوسېدونکي په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا د ځانګړي استازي او وسله والو طالبانو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې وشوې، خو ګډ توافق يې لا هم نه دی وړاندی شوی او د افغانستان استازي په يادو خبرو کې برخه نه لري.
د اورګون ولسوالۍ قومي مشر سيد الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، د بين الافغاني سولې لپاره افغانان هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، ځکه چې له لسيزې زياتې جګړې خلک سخت ودردول او د سولې تږي دي.
ده زياته کړه، د افغان سولې په اړه چې کومې خبرې تر سره کېږي، نو بايد اصلي لوری افغان حکومت او وسله وال طالبان وي، ځکه چې که هر لوری راضي نه وي، د سولې خبرې بیا ځنډېدلی شي.
د هغه په وينا، د سولې په برخه کې همکار هېوادونه په ځانګړي ډول امريکا دې وسله وال طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته کېنوي.
مدني فعال عظمت کټوازي هم پژواک ته وويل، چې د دې ولايت اوسېدونکي د بين الافغاني سولې تږي دي او د دوى غوښتنه هم دا ده چې د سولې په خبرو کې لومړيتوب بايد افغان دولت ته ورکړل شي او يا د هغوى په مشوره مخ ته لاړ شي.
ده زياته کړه: ((وسله وال طالبان او امريکا دواړه افغانانو ته احترام نه لري، ځکه په ښارونو، مسجدونو، کليو او نورو ځايونو کې په بم او انتحار کې افغانان وژل کېږي، کورونه د افغانانو بمباريږي، طالبان او افغان حکومت سره په جګړه دي، خو په اړه يې د سولې خبرې د افغان حکومت له استازو پرته تر سره کېږي، چې دا کار به له ځان سره ستونزې ولري.))
ديني عالم محمد اصل هم وويل چې سوله د خدای(ج) امر او د ولس غوښتنه ده.
هغه د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې په هېواد کې له ۱۸ کلنې مرګونې شخړې وروسته د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او بين الافغاني سوله وکړي.
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې په قطر کې د دوی او طالب استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي او پرمختګونه شوي دي.
هغه پر خپل ټويټر ليکلي، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې او د وروستۍ هوکړې لپاره اړينه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي او اوربند اعلان شي.
وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې په خبرو کې پرمختګونه شوي، خو د پاتې خبرو لپاره په راتلونکي کې ورته نورې ناستې هم جوړېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP