مزار شريف (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧) : د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال تر لسو ډېرو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چمتال ولسوالۍ يوه اوسېدونکي امين الله د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې وسله والو طالبانو د مرکزي چمتال په کلي کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې تر څو ساعتو جګړې وروسته طالبانو پوسته ونيوه او پوليسو ته يې هم مرګ ژوبله واړوله.
دى وايي چې د سهار اووه بجې طالبانو پوستې پرېيښې، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد اکرام سامع جګړه مني، خو د پوستې سقوط او د پوليسو وژل کېدل ردوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې يواځې دوه پوليس ټپيان شوي او اوس په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.
خو يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې تر لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح مجاهد بيا وايي چې په دې نښته کې لس پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.