Language

په مزارشريف کې د پاکستان قونسلګرۍ وتړل شوه

کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٧): په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ د امنيتي ګواښ له امله تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.

له دې سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مزارشريف قونسلګرۍ له هغه وروسته بنده شوه، کله چې يوې نجلۍ غوښتل په خپل بيک کې ايښى لاسي قونسلګرۍ ته دننه کړي.

سرچينې د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې د قونسلګرۍ لپاره امنيتي تدابير سخت کړي او د نننۍ پېښې پايله له دوى سره شريکه کړي.

سرچينه زياتوي، قونسلګرۍ به تر هغه وخته بنده وي، ترڅو پورې چې ډاډمن امنيتي تدابير نه وي نيول شوي او دغه ډول بل کوم امنيتي ستونزه پېښه نه شي.

د بلخ امنیه قوماندان محمد اکرم سامع هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې قونسلګري هغه مهال بنده شوه، کله چې د یوې نجلۍ په بیک کې لاسي بم وموندل شو.

هغه زیاتوي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې له یادې نجلۍ سره چا شخصي ستونزه درلوده او د هغې په بیک کې یې د نجلۍ د بدنامۍ په خاطر لاسي بم ايښی و.

دى وايي: "دغه نجلۍ چې کله قونسلګرۍ ته ننوځي، نو خپل بیک په تالاشي کې پرېږدي، کله چې یې دننه کار خلاصېږي او بېرته د خپل بیک اخیستو ته راځي، نو بیک کې یې لاسي بم موندل کېږي."

د ده په خبره، په دې اړه څېړنې روانې دي او زياتوي چې قونسلګرۍ ته هيڅ ډول امنيتي ګواښ نشته.

login or register a new account.