Language

چارواکي : امنيتي ځواکونو غزني کې د طالبانو له زندانه  ٣٨ تنه را خوشې کړل

غزني ښار(پژواک، ٨ سلواغه ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان عمليات شوي چې په ترڅ کې يې د امنيتي سرتېرو په ګډون ٣٨ تنه را خوشې کړاى شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري دسلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو او د ملي اردو ځواکونو اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د طالبانو له زندان څخه ٣٨ تنه را خوشې کړاى شوي چې ډېرى يې امنيتي سرتېري دي.

د نوري په وينا، د عملياتو پرمهال د طالبانو ديوه قوماندان په ګډون پنځه تنه يې ژوندي نيول شوي او له لسو ډېر يې وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د وسلو يوه زېرمه هم له منځه وړل شوې چې په کې يو موټر بم، څلور موټرسايکلونه، وسلې او د طالبانو نور مهمات ځاى پرځاى شوي وو.

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه حکومتي او امريکايي ځواکونو په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان بريد کړى چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې له شلو ډېرو امريکايي او حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده چې اب بند د غزني ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.