مزار شريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۷) : د بلخ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو او نښتو پر مهال وسله والوطالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې د بلخ ولسوالۍ په مرګين تېپه سيمه کې ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، وسله والو طالبانو د مزار – شبرغان له لويې لارې څخه يو شمېر باروړونکي موټر تښتولي وو، چې د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې راغلل.
هغه وايي چې په ياده نښته کې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د يادو عملياتو په پايله کې هغه ۱۰ عرادې بار وړونکي موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بيا بريد کړی، چې له امله يې ۱۱ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بلخ د والي وياند تاييدوي، چې ياده پېښه د شولګر ولسوالۍ په بودنه کلا سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې شپږو سيمه ييزو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
فرهاد زياته کړه،په دغه نښته کې يو سيمه ييز پوليس د طالبانو له خوا ژوندی هم نيول شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.