ښرنه (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧): د پکتيکا مسوولين وايي چې په مرکز ښرنه کې د ماين په چاودنه کې شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د ښرنې بازار د يوه هوټل مخې ته د سرروضې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان عبدل شوې ده.
ده زياته کړه، چاودنه په موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې چې د سر روضې څلور سيمه ييز پوليس په کې ټپيان شوي دي.
د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار بيا پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي چې د څو تنو روغتيايي حالت يې ښه نه دى.
د يادولو ده چې د دې چاودنې له امله د عامو خلکو موټرو او دوکانونو ته هم زيانونه اوښتي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP