Language

د کندهار د ټاکنو کمېسیون مشر خپلې دندې ته دوام ورکوي

کندهار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): که څه هم کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر وايي چې د دې ولایت د ټاکنو کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ له دندې لرې شوى او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی، خو هغه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

څو ورځې مخکې کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې دغه پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د مرکزي ادارې له خوا شوې ده.

هغه زیاته کړې وه چې د کندهار د ټاکنو د کمېسیون مشر نه یواځې له دندې ګوښه شوی او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی، بلکې د ټاکنیزو جرمونو په تور ۵۰ زره افغانۍ جریمه شوی هم دی.

دی وايي، پر هغه تور دی چې په کندهار کې یې د ټاکنو د ملي پروسې سم مدیریت و نه کړای شو چې له امله یې هم په کمېسیون کې دننه او هم بهر پراخ تقلب او درغلۍ شوې دي.

خو پر دې سربېره د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د دغه کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د قانون له مخې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

هغه زیاتوي، د ولسمشر په لاسلیک مقرر شوی او د شکایاتو کمېسیون د هغه د لرې کېدو واک نه لري.

نوموړی دا یوه ناقانونه پرېکړه ګڼي او وايي چې قناعت نه پرې لري.

د کندهار د ټاکنو کمېسیون مرستیال هارون کلیوال هم وايي چې د کمېسیون مشر په عادي توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

دی وايي، دا پرېکړه د شکایاتو د کمېسیون څو کمېشنرانو کړې وه، چې اصولاً څارنوالۍ ته ځي او هغوی تر څېړنې وروسته د یو چا د لرې کېدو پرېکړه کوي.

خو دی زیاتوي، په دې موضوع تر اوسه د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر هم خبر نه دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم وايي چې د دې ولایت د ټاکنو رییس په عادي توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي او داسې هیڅ پرېکړه نه ده شوې چې هغه دې له دندې ګوښه شوی وي.

login or register a new account.

Related Topics