Language

د کندهار قومي مشران: د سولې روان بهیر کې دې د ولس ونډې ته ځانګړی پام وشي

کندهار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): د سوېلي زون قومي مشران وايي، د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کوي، خو په دغه بهیر کې د ولس ونډه ډېره مهمه ده.

په دې اړه نن په کندهار ولایتي شورا کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار تر څنګ د زابل، اروزګان او هلمند مشرانو هم ګډون کړی وو.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، خلک د حکومت او د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلي او ملاتړ کوي، خو په دې بهیر کې خپل حضور غواړي.

دی وايي، ولس باید پوه شي چې څه روان دي او څه کېږي.

ده زیاته کړه، د سولې په روانو خبرو کې د لوی کندهار د مشرانو ونډه مهمه ده چې حکومت او نړیوال باید په درنښت ورته قایل شي.

قومي مشر حاجي تورن نېک محمد هم د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او دا یې د ولس د هیلو وروستی څرک وګاڼه.

ده وویل، لوی کندهار تل د لویو تصمیمونو ادرس پاتې شوی او د سولې په روانو خبرو کې هم باید خپل اغېز ولري.

دی وايي، په هېواد کې د سولې راوستلو په پار وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي، خو دا هڅې باید ولس ته څرګندې وي او په پټه باید تر سره نه شي.

د زابل ولایت د قومونو شورا مشر حاجي سردار محمد غرني وویل، په یواځې توګه نه حکومت او نه هم نړیوال سوله راوستلای شي، تر هغه چې ولس په کې ګډون او حضور  ونه لري.

د ده په خبره، که د ولس له ګډون پرته سوله و هم شي، نو تلپاتې او پایداره به نه وي.

دی وايي، په جګړه کې افغانان مري، باید په سوله کې هم دخیل و اوسي.

login or register a new account.

Related Topics