کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د ټاکنو او د سیاسي برخې سلاکار نورعلي جبارخېل په ګانا کې د یوه بریتانیايي بنسټ له لوري د ټاکنو د جایزو د نړیوالې کمېټې د ۲۰۱۸ کال تر ټولو معتبره جایزه ګټلې ده.
نورعلي جبارخېل له تېرو لسو کلونو راهیسې په یوناما کې د سیاسي برخې په تېره بیا د ټاکنو د څانګې سلاکار دی او ياده شوې جایزه تېره شپه هغه ته ورکړل شوې ده.
د لندن مېشتي پارلماني مطالعاتو د نړیوال مرکز (ای سي پي ایس) دې جایزې ته له شاوخوا سلو هېوادونو نه د ټاکنو کارکوونکي نوماند وو، چې د څلورو هېوادونو نوماندانو وروستۍ مرحلې ته لار ومونده. په دغو څلورو نوماندانو کې نورعلي جبارخېل وتوانېده چې دا جایزه خپله کړي.
د ای سي پي ایس د دې جایزې مراسم د جنورۍ په دیرشمه د ګانا په پلازمېنه اکرا کې دایر شوي وو چې له سلو څخه زياتو نړيوالو موسسو د ټاکنو کمیسیونونو او اړوندو ادارو استازو په کې برخه اخیستې وه.
جبارخیل وايي: "دا جایزه راته د ټاکنیزو شخړو د مدیریت او په ټاکنو کې د جنسیتي مساواتو په کټګوری کې راکړل شوې ده. د ټاکنو د اووه نړیوالو متخصصینو له لوري چې په یوه کمېټه کې وو، له ارزونې وروسته وړونکی اعلان شوم".
افغانستان په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې درې وارې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې تجربه کړې دي.
جبارخېل تېر کال هم د همدې سازمان جایزه ګټلې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP