ګردېز (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، د دې زون د ولايتونو امنيتي وضعيت تر ډېره د ډاډ وړ دی او د لا ښه کېدو لپاره يې نظامي پلانونه لري.
د دې قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د ولايتونو او ولسواليو د لا امن کولو لپاره په دې زون کې د سیمه ييزې اردو د روزنې او فعاليت چارې پيل شوې دي.
لونګ وايي، د قول اردو په تعليمي مرکز کې د دې اردو يو ټولی په روزنه بوخت دی او يو يې تر دې وړاندې تر روزنې وروسته فارغ او د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په دنده ګومارل شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((زما په زون کې په اوله مرحله کې دوولس ټولي منظور شوي، په پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردک ولايتونو کې پرې کار روان دی. په نورو مرحلو کې انکشاف ورکوو. دوی به د ملي اردو له عملياتو وروسته په خپلو محلاتو کې ځای پر ځای کېږي.))
جنرال دادان لونګ وويل چې د ګردېزــ زرمت لويه لاره يې تر ډېره د امنيتي پوستو او بيزونو په جوړولو امن کړې او د زرمت د تعمير بازار هاخوا تر ښرنې او غزني پورې لارې به هم په ځينو سيمو کې د نظامي عمياتو په کولو د ډاډمن تګ راتګ لپاره پرانېزي.
لونګ وايي، وسله وال مخالفين په مستقيم ډول د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا تمويل او تجهيزيږي او په تېرو شپږو مياشتو کې يې په سلګونه ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژلي او ډېر مهمات يې له منځه وړل شوي يا د ملي پوځ لاسته ورغلي دي.
ده وويل: ((وسله وال پوځ سلګونه ځمکني او ۱۳۱ هوايي عمليات تر سره کړي، دا عمليات ټول د دښمن په پټنځايونو، سوق ادارو، اکمالاتي ډيپوګانو، د هغوی د سرګروپانو د نيولو او له منځه وړلو په خاطر تر سره شوي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه په کې ډېرې لاسته راوړنې لري.))
د پکتيکا اوسېدونکي شکايت کوي چې د امنيتي چارواکو پر ګڼو ژمنو سربېره د وړممۍ، تروې او وازېخوا ولسواليو لويه لاره له کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده، خو امنيتي ځواکونه له چاڼيزو نظامي عملياتو وروسته بېرته له سيمې وځي.
خو تورنجنرال لونګ وايي چې د يادو ولسواليو لويې لارې د پرانيستلو لپاره عمليات په پلان کې لري.
ده زياته کړه چې د غزني د اندړو، ګيرو، قره باغ او مقر ولسوالۍ تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، خو د ارامولو لپاره يې له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه کار کوي.
دی وايي: ((په ګواشته سيمه کې د پکتيکا د درې ولسواليو لارې د پرانيستې لپاره قوي عمليات تر سره کوو، هلته به ۳۰۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي ځای پر ځای کړو. د غزني په ځينو سيمو کې مشکلات شته او موږ يې د دايم ثبات لپاره هڅې کوو، خو د غزني د ښار وضعيت بلکل ډاډمن دی او زه له سياسيونو او د ولايتي شورا يا نورو وکيل صاحبانو غوښتنه کوم چې راځئ زما په څنګ کې ودرېږه، چې په ګډه غزني لا ښه وساتو.))
دادان لونګ وايي چې د دولت لومړيتوب سوله ده، خو د جګړې په ډګر کې هم اوس او د راتلونکي کال لپاره پوره تدابير او چمتووالی لري او هڅه کوي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ځينې لارې، چې وسله وال طالبان پرې ګاونډي پاکستان ته تګ راتګ کوي، وتړي.
login or register a new account.